AP ۱۴۰۳ غویی ۱۵ ۱۱:۵۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85465408
T T
۰ Persons
د ۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ نړۍ ته صادرې شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ د صنعتي پارکونو رییس وايي، د ۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ مو نړۍ ته صادرې کړې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ د صنعتي پارکونو رییس حافظ عبدالمجید قیام کندهار ولایت کې د «وطن تولید د وطن ویاړ» داخلي محصولاتو نندارتون د پرانستې په مراسمو کې و ویل: په تېر یوه کال کې مو د ۱۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت کابو ۹۹۵ زره متره مربع غالی د نړۍ ۳۱ هېوادونو ته صادرې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د غالیو د تولید د ورکشاپونو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې به د تولید په زیاتوالي سره نړیوالو بازارونو ته د افغاني غالیو د صادراتو له لارې زیات عاید ترلاسه شي.

هغه د دې په څرګندولو سره چې غالۍ په افغانستان کې یو له مشهورو صنعتونو څخه دی وویل: اوسمهال د افغانستان په ځینو برخو کې لسګونه زره کسان د غالیو په تولید او پلور بوخت دي.

د ایرنا د راپور له مخې، افغاني غالۍ په خپل ښه کیفیت سره په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .