هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کیمیاوي سرې لومړنی تولیدي شرکت جمعه د غوايي ۱۴ مه د هرات د مرستیال والي مهاجر فراهی، دولتي ادارو د رییسانو او یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې پرانستل شو.
دغه شرکت د ۵۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی او هغه په هېواد کې د کیمیاوي سرې د تولید د لومړني او تر ټولو ستر تولید شرکت په توګه یادېږي.
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي په دې بیان سره چې اسلامي امارت د سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړی دی و ویل: د سوداګرو د فعالیت د پراختیا په موخه د اسلامي امارت مشرتابه په هرات ولایت کې پنځوس زره جرېبه ځمکه دغه صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې کړې ده.
مولوي فراهي هرات کې له ټولو صنعتکارانو وغوښتل چې د داخلي تولیداتو کیفیت ته زیاته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد بشیر سیرت و ویل: دغه شرکت په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ تر ۲۵ ټنه کیمیاوي سرې د تولید وړتیا لري.
د پیغام پای/
Your Comment