AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳ ۱۱:۳۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85464081
T T
۰ Persons
د سرپرست دولت د ملي دفاع سرپرست وزیر د آذربایجان له سفیر سره وکتل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست کابل کې د آذربایجان له سفیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزه همکاریو غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د دفاع وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۱۳ مه کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د لیدنې خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې کتنه کې وويل: د دوو دوستو هېوادونو د خلکو دوستي او مشترکات اسلامي دي.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي په کابل کې د اذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغو اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره باید ژر تر ژره اقتصادي، سوداګریزې او نورې برخې پیل شي.

د اذربایجان سفیر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د بیا پرانستلو په اړه د سرپرست دولت له باور او همکارۍ مننه وکړه  ویې ویل: د اړیکو د ټینګښت په ترڅ کې له اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره همکارۍ ته چمتو یو. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .