AP ۱۴۰۳ غویی ۱۳ ۱۱:۳۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85464072
T T
۰ Persons
د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو جوړولو په هڅه کې یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال وايي، اسلامي امارت د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو جوړولو په هڅه کې دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژنس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غوايي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د کرونده ګر میلې د پرانستې په مراسمو او د کرنیزو محصولاتو په ۳۳ ام نندارتون کې د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وینا خبر ورکړی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي و ویل: افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې کابو ۸۰ سلنه وکړي یې په کرنه بوخت دی او له دې لارې ژوند مخ ته وړي، په همدې خاطر اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د بنسټونو په جوړلو لکه د سړو خونو په جوړولو سره هڅه کوي د کرنیزو محصولاتو ساتنې او پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

معاون اداری دولت تاکید کرد که سکتور خصوصی نیز مسئولیت دارد تا با ایجاد زیربناها در توسعۀ زراعت در کشور سهم بگیرند.

حنفي څرګنده کړه: په هېواد کې د کرنې د سکتور د لا پراختیا او سیستم د عصري کولو لپاره د منظمې پالیسۍ جوړولو، کروندګرو ته د معلوماتو ورکولو او پانګونې ته اړتیا ده.

هغه په ډاګه کړه، چې د کرنې په پراختيا او پرمختګ سره د کرنيزو محصولاتو کچه لوړه شوې او دغه کار د بېوزلۍ او بېکارۍ په کمولو کې مرسته کوي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال وویل: اسلامي امارت د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، د نندارتونونو جوړول، د بندونو جوړول، د هېواد د اوبو د سم مدیریت او د اوبو لګولو د سیستم د اصلاح لکه څاڅکو اوبولګولو په برخو کې هر اړخیزه مرسته کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .