کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی دی، چې د کلمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو تېره ورځ د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې و ویل، چې سر له نن پنشنبې ورځې به د دغه هېواد اړیکې د صهیونیستي رژیم سره د هغه جنایتونو له امله چې په غزه کې یې کړي او کوي یې په مکمل ډول پرې کوي.
پیترو د کارګرانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد په پلازمینه بوګوتا کې د بولیوار په څلورلارې کې چې د حکومت د ټولنیزو او اقتصادی اصلاحاتو په ملاتړ کې واټونو ته راوتلو خلکو ته ټینګار وکړ: دلته ستاسو په وړاندې د انتقالي حکومت ولسمشر اعلان کوي چې سبا به له اسرائیلو سره په بشپړه توګه ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړو ځکه دغه رژیم او د هغه لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې نسل وژنه کړې ده.
د ایرنا د راپور له مخې د کولمبیا ولسمشر له دې مخکې صهیونیسټ رژیم ته د اړیکو د پرې کولو ګواښ کړی و او ویې ویل: که له اسرائیلو سره د اړیکو پرې کولو ته اړ شی، نو دا کار به وکړو.
د پیغام پای/
Your Comment