AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲ ۲۳:۰۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85463777
T T
۰ Persons
د مرکزي ولایتونو خلکو ته د هرات - غور لویې لارې اهمیت او ګټې څه دي؟

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال په روانه اونۍ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هرات- غور لویه لار چې د هېواد یوه له مهمو ملي پروژو څخه ده، پرانیسته.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دوشنبې د غوايي، ۱۰مه د هرات- غور د لویې لارې د پرانیستلو پر مهال وویل: دا پروژه د هېواد په کچه یوه له مهمو ملي پروژو څخه ده او د دې لارې په اوږدو کې د مالګې او مرمرو کانونه هم شته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولايت چارواکو هم ويلي وو، دغه لويه لاره د هېواد له غرنيو او مرکزي سيمو څخه د تېرېدو له امله پېچلې او وخت غوښتونکې ده.

د هرات والي نوراحمد اسلام جار د دې لويې لارې د پرانستلو پر مهال وويل: دغه سړک ډېر پېچلى دى او ډېر کار ته اړتيا لري، ځکه دا يو نړيوال سړک دى او پرمختللې ټکنالوژۍ او سترې پانګونې ته اړتيا لري.

اوس دې ته په پام سره چې د ملا برادر په وینا په دې لاره کې څه ډول کانونه او شتمنۍ پټې دي او دا هم معلومه ده چې د دې لارې بشپړول به څومره وخت او څومره پیسې ولګوي، د دې لویې لارې جوړول د افغانستان د مرکزي ولایتونو د خلکو لپاره ډېر ارزښتناک او حیاتي ده، ځکه چې دا لویه لار د هرات ولایت د پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف د ولسوالیو له لارې له غور ولایت سره او ټوله لوېدیځه سیمه د ځمکې ترانسپورت له لارې د هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګو ولایتونو له لارې له کابل سره نښلوي.

د دې ځمکنۍ لارې فعالېدل سربېره پر دې چې د هېواد بېلا بېل ولایتونه به له مرکز سره ونښلوي بلکې د ګاونډیو ولایتونو تر منځ به هم آسانتیاوې رامنځ ته کړي او دغه راز به له مرکز څخه ولایتونو ته د ټولینزو، اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې هم خلکو ته ګټه ورسوي.

د مرکزي سیمو خلک له جغرافيايي زندانه څخه د راوتلو په حال کې دي؟!

د مرکزي سیمو خلک چې له کلونو راهیسې په انحصاري او جغرافيايي زندان کې ژوند کوي او د معیاري ټرانزیټي او سوداګریزو لارو او اړینو اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او تر اوسه یې نسبي هوساینه هم نه ده تر لاسه کړې، د دې لویې لاره، په ځانګړې توګه له اقتصادي پلوه ورته خورا مهم او حیاتي دي.

د مرکزي سیمو خلکو چې اکثره یې په محرومیت او انزوا کې ژوند کړی، تل یې غږ پورته کړی چې غواړي د انساني کاروان ترڅنګ د ټکنالوژۍ او فضايي زمانې په نړۍ کې پرمختګ وکړي او په پرله پسې ډول یې له حکومته غوښتي دي، چې دوی ته په بیلا بیلو برخو کې د هوساینې اسانتیاوې او د ژوند ښه شرایط برابر کړي، خو له بده مرغه چې حکومتونو دغو غوښتنو ته کمه پاملرنه کړې ده.

د افغانستان د مرکزي سیمو خلک تل له لویو پراختیایي پروژو څخه بې برخې پاتې شوي که په دقیقه توګه وڅېړل شي، په ډېرو سیمو کې اوس هم خلک په دودیز ډول ژوند کوي او له زړو وسایلو څخه ګټه نه اخلي، که څه هم په ځینو سیمو کې خلکو برېښنا او دې ته ورته نور خدماتو ته لاس رسی موندلی خو دا په په شخصي لګښت نه د حکومت له خوا.

د جمهوري ریاست په دوران کې که څه هم افغانستان ته په زیاته اندازه پیسې راغلې او د خلکو په ژوند کې د پرمختګ او د هغوی د ژوند د بدلون هیلې موجودې وې، خو په ټول هېواد کې د پام وړ اقتصادي زیربنایي کارونه په ځانګړي ډول په مرکزي سیمېکې ترسره نه شول.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار ویلي چې د مرکزي سیمو خلک به له انحصار او جغرافيايي زندانه وژغوري، خو هېڅ یې ونه کړل.

که څه هم د هرات – غور سړک د ۱۳۹۱ کال په پسرلي کې یو ځل پرانستل شو او د غور ولایت او د هغه د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته یې یوه هیله پیدا کړه، خو عملي کار یې پیل نه شو.

که څه هم د مرکزي سیمو خلکو د جمهوریت پر مهال د دایاک او ډي ډي ار څخه نیولې د امارت په وخت کې د عشر او مالیاتو په ورکولو کې تر بل هر ځای زیاته همکاري کړې ده، خو له بده مرغه په بدل کې یې تل کم خدمتونه تر لاسه کړي دي.

اوس د افغانستان سرپرست دولت د لومړي ځل لپاره د هرات – غور د لویې لارې د یوې مهمې ملي پروژې د پلي کولو او له پلازمینې سره د مرکزي سیمو د نښلولو په برخه کې د اقتصادي او ټولنیزو ګټو په نظر کې نیولو سره مټې بډوهلې، خو وبه ګورو چې خلک به د دغه لویې لارې له اقتصادي او ټولینزو خوندونو له مخې خپلو پخوانیو هیلو ته ورسېږي او که نه؟

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .