کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غوايي ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د ننګرهار ولایت د مومند قوم له یو شمېر مشرانو او علماوو سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې قومي مشرانو ویلي، اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه وه او نن هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او هغه حقوق چې دغه نظام خلکو ته ورکړی دی، د هغوی اواز یې اورېدلی بل هېڅ نظام نه دي ورکړي.
دوی له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ، د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ، د ښوونځینو او مدرسو، روغتیايي مرکزونو او په خپلو سیمو کې یې د استنادي دېوالونو پروژو د نیمه پروژو د بشپړېدو غوښتنه یې وکړه.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و ویل:اسلامي نظام د ټولو افغانانو په قربانیو رامنځ ته شوی او نظام د خلکو ګډ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت هېڅ کله هم د حق پر وړاندې، له قوم، ژبې او سیمې څخه ملاتړ نه کوي او د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتونکی دی.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: څه ډول چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د یرغلګرو پر وړاندې په یووالي سره ودرېدو نن هم باید خلک د فتنه اچوونکو پر وړاندې د اسلامي امارت همکاري وکړي او د نظام مخالفینو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
د پيغام پای/
Your Comment