AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲ ۱۱:۰۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85462728
T T
۰ Persons
اسلامي امارت دې د خلکو او دیني مرکزونو امنیت لپاره هڅه وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د شعیه علماوو شورا هرات ولایت کې ترهګر برید ته غبرګون کې له سرپرست حکومت نه غوښتي، چې د خلکو او دیني مرکزونو امنیت ته پاملرنه زیاته کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د شعیه علماوو شورا مسوولینو سه شنبې د غوايي ۱۱ مه هرات کې وروستۍ ترهګرې پېښې ته غبرګون کې د اسلامي امارت نه غوښتنه کړې، چې د خلکو او دیني مرکزونو او عبادت خونو امنیت ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د شعیه علماوو شورا د بیانیې متن په دې ډول دی:
      بسم‌االله الرحمن الرحیم. 
مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا  وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ/قرآن کریم 

په خواشینۍ سره مو واورېدل چې وړمه شپه د ماښام او ماخوستن د لمانځه تر منځ مهال باندې بیا یو یوې ډلې تکفیري ترهګرو او انسان وژونکو د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د امان زمان جومات کې پر بې ګناه لمونځ کوونکو برید کړی او د دغه جومات امام حجت الاسلام والمسلمین جاوید یې له څو تنو نورو لمونځ کوونکو او یوه ماشوم په ګډون په شهادت رسولي دي.

تمه وه چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره به افغانستان نور د دغه ډول پېښو شاهد نه وي خو په خواشینۍ سره داسې ونه شول، ځکه موږ لیدلي دي چې وخت په وخت زموږ خلک د سخت زړو ترهګرو له خوا ماتم کوي او د ګلونو د پاڼې پاڼې کېدو شاهدان یو.

د افغانستان د شیعه علماوو سرتاسري شورا دغه وحشیانه جنایت په کلکه غندي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي او په دې برخه کې یو ځل بیا د اسلامي امارت له مسؤلو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او د خلکو ژوند او د دیني او عبادتي مرکزونو د امنیت په ساتلو کې لا زیات زیار وباسي.

د ایرنا د خبر له مخې د دوشنبې په ماښام د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په امام زمان جومات کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۷ تنه و وژل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .