کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د موټر چلولو جواز د برېښنايي کېدو په اړه بحث کړی دی.
په دې ناسته کې د موټر چلولو د جواز د برېښنايي کېدو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
خبرپاڼې زیاته کړې: له هراړخيزو بحثونو وروسته د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې د کاري فشار په باب اقتصادي کمېسيون ته طرحه وړاندې شوه چې د موټر چلولو جوازونو برېښنايي کېدو د چاپ چارې دې د ترافيکو عمومي رياست ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د ترافيکو د عمومي رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنيو چارو وزارت په همغږۍ به ډېر ژر د خلکو او خصوصي مشارکت له لارې د موټر چلولو د جواز او برېښنايي جواز د ورکړې پروسه پيل او د تصويب په موخه به اقتصادي کمېسيون ته وسپارل شي.
د پیغام پای/
Your Comment