کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په افغانستان کې د ایران سرپرست سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه وویل: ترهګري او په ځانګړې توګه په خراسان کې داعش د ایران، افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ بهرنی ګواښ دی.
هغه په دې باندې په ټینګار سره چې د افغانستان سرپرست دولت د داعش له ګواښ سره په مبارزه کې د ایران ملګری دی زیاته کړه: موږ افغانستان له دغه ګډ ګواښ سره په مبارزه کې خپل شریک ګڼو او په دې برخه ملګرتیا به یې له لومړیتوبونو څخه وي.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې داعش په نړیواله کچه پیژندل شوې ترهګره ډله ده چې د ځینو بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا په مالي ملاتړ وخت په وخت په جوماتونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د افغان شیعه ګانو پر غونډو بریدونه کوي.
د پیغام پای/
Your Comment