AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱ ۱۱:۰۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85461595
T T
۰ Persons
چین د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۱۰۰ زره ډالر مرسته کړې ده

کابل- ایرنا- کابل کې د چین سفیر د افغانستان له وروستیو سېلاب ځپلو سره د خپل هېواد د ۱۰۰ زره ډالرو مرستې کولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره د افغانستان د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

جاوه شینګ په دغه لیدنه کې د چین او افغانستان اړیکې د دوستو او تاریخي ګاونډیو هېوادونو په توګه وبللې ویې ویل: په اوس مهال کې دغه اړیکې په تر ټولو ښه حالت کې دي چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه؛ چین غواړي، چې په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې دغه اړیکو ته لا پیاوړتیا او پراختیا ورکړي.

کابل کې د چين سفير وويل: دغه هېواد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا په موخه په بېلابېلو برخو کې افغان محصلينو ته بورسونه ورکړي او د افغانانو د وړتياوو د لوړولو په موخه په مختلفو برخو کې، په شمول د درملو نندارتون لنډ مهاله روزنيز کورسونه هم جوړ کړي دي.

جاوې شنګ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د چين د سوداګرو او شرکتونو لېوالتيا ته په اشارې سره وويل: د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په ښه حالت کې دي او چينايي سوداګر او پانګوال لېواله دي چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د چين د ولسي جمهوريت سفير په دغه هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره هغوی ته د چين د سره صليب له لارې د سل زرو امريکايي ډالرو د مرستې خبر ورکړ او ويې ويل: دغه مرستې به ډېر ژر له افغانستان سره ورسيږي. 

د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، ټینګې او نه ماتېدونکي دي او اسلامي امارت غواړي چې په راتلونکي کې هم دا اړیکې په مختلفو برخو کې لا پراخې او پراخې کړي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال وویل: اسلامي امارت د دغه دریځ ستاینه کوي او د یو کمربند او یوې لارې په څېر د دغه هېواد له اقتصادي پروژو او د یو چین له تګلارې ملاتړ کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان طبیعي زیرمو او کانونو ته په اشارې سره وویل: افغانستان بې سارې زیرمې او کانونه لري، دا د چینایي شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت دی چې په دغو زیرمو کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت د هر ډول پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي د دوی لپاره اړین اسانتیاوې.

حنفي څرګنده کړه: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه د چین له ولسي جمهوریت سره ښې اړیکې او تعامل غواړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو، سیمې او د نړۍد هېوادونو د امنیت پر ضد وکاروي او تمه لري نور هېوادونه دې له افغانستان سره د متقابل احترام پر بنسټ چلند وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .