د امام زمان(ع) جومات په لمونځ کونکو د برید عاملینو ته باید سزا ورکړل شی/ چمتو یو له سرپرست دولت سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړو

کابل- ایرنا- افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د هرات ولایت ګذره ولسوالۍ کې د امام زمان (ع) په جومات ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی او د عاملینو د مجازات غوښتنه یې کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په هرات ولایت کې د غوايي ۱۰ مه د دوشنبې د شپې له ترهګرې پیښې وروسته د دغه جنایت په غندلو سره له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان له سرپرست دولت سره د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان(ع) په جومات کې د ترهګرې پیښې په غندلو سره چې د یو شمیر لمونځ کونکو د ټپي کېدو او شهادت سبب شوه، د عاملینو د پیژندلو او مجازات غوښتنه وکړه. د دې جرم او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان له سرپرست دولت سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره چمتو یو.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټي کې د امام زمان (ع) پر جومات د ماښام او مازدیګر له لمانځه وروسته د نامعلومو وسله والو په برید کې یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان شوي دي.

د سيمه ييزو مقاماتو د څرګندونو له مخې، په دې تروريستي پيښه کې د څو ښځو او يو ماشوم په ګډون اووه تنه شهيدان شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .