کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې د غوايي ۱۰ مه د بخش آباد د اوړو فابریکې په پرانستلو سره اعلان کړی، چې دغه فابریکه د ورځ د ۴۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري او ۳۰ تنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي: د بخش آباد د اوړو فابریکه د یوه ملي سوداګر له خوا د ۲۰۰ زره امریکايی ډالرو په لګښت د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ د رییس حافظ شمس الحق اجمل او د ولایت د استازي ملا جمعه خان جامي په حضور کې پرانستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دغه فابریکه د فراه ولایت د بازارونو په ګډون په کندهار او غزني ولایتونو کې هم د اوړو توزیع لري.
د پیغام پای/
Your Comment