د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اساسي حل لاره د ناخالصو تولیداتو پر ودې تمرکز دی

کابل- ایرنا- د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو اساسي حل لاره د ناخالصو تولیداتو د ودې بیا ثبات او د کارموندنې او تولید سکتورونو ته په پام سره د بې وزلۍ د شدت مخنیوی دی چې زموږ لومړیتوب دی .

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې له مشرې «پیټرز اوستوبز» د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر، د سیاسي څانګې مشر جونګ او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ او مرستو د څانګې مشر بایومي سره د دغه وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه وکړه او له افغانستان سره يې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بشري مرستو او پراختيايي همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د اسيايي اړيکو د څانګې مشر د دغه پلاوي په استازيتوب وويل: اروپايي ټولنه لېواله ده چې د بشري مرستو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې يو شمېر پراختيايي پروګرامونه پلي کړي، څو د اقتصادي او ژوندانه د وضعيت د ښه والي لپاره د کورنۍ اقتصاد ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه: دغه ټولنه په پام کې لري چې د خصوصي سکتور د ملاتړ له لارې ۱۱.۸ میلیونه یورو مالي مرسته، متشبثینو او ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې واړه پورونه ورکړي او دغه ټولنه په ۲۵۰ کلیو کې د چاپېریال ساتنه او شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابرول پروژې تر نامه لاندې څه باندې ۲۰ میلیونه یورو تخصیص کړي دي.

د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو رئیس د اقتصاد وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د کډوالو نړیوال سازمان ته به ۱۷.۸ میلیونه یورو ځانګړې کړي څو د هغو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شي.

د اقتصاد وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې وویل: موږ د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د بشردوستانه مرستو قدرداني کوو، خو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي حل لاره د ناخالصو تولیداتو د ودې ثبات او د بې وزلۍ د شدت مخنیوی دی، د کار پیدا کولو سکتورونو باندې تمرکز کولو سره او دا یو تولید دی چې زموږ په کاري لومړیتوب کې دی.

هغه زیاته کړه: د اروپايي ټولنې پراختیایي مرستې او د خصوصي سکټور ملاتړ کولی شي د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي او زموږ خلک په عاجله توګه اړتیا لري چې بشري مرستې په پراختیایي مرستو بدلې کړي او اقتصادي زیربناوې بیاورغوي.

هغه زیاته کړه: مرستندویه ادارې او بنسټونه کولای شي د خپلو خلکو له اقتصادي لومړیتوبونو او اړتیاوو سره سم له وزارتونو او سکتوري ادارو سره په همغږۍ کې مهم رول ولوبوي، د پراختیایي پروژو په تطبیق تمرکز وکړي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي او بېوزلي له منځه ولاړه شي.

د غونډې په پای کې د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې مشر «پیټرز اوستوبز» او ورسره ملګري پلاوي د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د بشري او پراختیايي مرستو د دوام په اړه د اوسني وضعیت په اړه د نظریاتو او بحثونو په تبادله کې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د هدفي واقعیتونو په اړه د اقتصاد وزارت نظرونه او وړاندیزونه د اروپایي ټولنې هېوادونو او نړیوالې ټولنې له استازو سره شریکوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .