ایران کې د افغان کډوالو سوداګرو او محصلینو ستونزې حل شوې

کابل- ایرنا- تهران کې د افغانستان د سرپرست دولت د سفارت سرپرست وايي، ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزې حل شوې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن یکشنبې د غوايي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې تهران کې د افغانستان د سفارت له سرپرست مولوي فضل محمد حقاني سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

مولوي فضل محمد حقاني، ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د سفارت د کړنو او لاس ته راوڼو او دغه راز د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د سرپرست دولت اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

هغه زیاته کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې، همغږي او متقابل احترام شتون لري او د دغه سفارت مسوولین هڅه کوي چې د امکان تر حده یې لا پیاوړي او پراخ کړي.

حقاني زیاته کړه: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزې هوارې شوې او د اسانتیاوو په چوکاټ کې د دوی د نورو ستونزو د حل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر د ایران په اسلامي جمهوریت کې مېشتو ټولو افغانانو ته د اړتیا وړ تذکرو او پاسپورټونو د ویش په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له دې غونډې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره په ایران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له فعالیتونو او دندو څخه مننه وکړه.

اداري مرستیال څرګنده کړه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره متقابل احترام او ښو اړیکو ته ژمن دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .