کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن یکشنبې د غوايي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې د قزاقستان له مرستیال لومړي وزیر ژومانګارین سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
ژومانګارین په دغه لیدنه کې ویلي، چې قزاقي چارواکي د اسلامي امارت لاس ته راوڼې څاري او قزاقي پانګوال لېواله دی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د رامنځ ته شویو پرمختګونو ستاینه کړې ویلي یې دي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخه کې پراخې او دوامداره اړیکې ولري.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو په ورکولو چمتووالى وښود وايي، افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سوله ييز هېواد بېلګه ده او له همدې امله له اسلامي امارت سره نړۍ په بېلابېلو برخو کې اړيکې ټينګول غواړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستيال د کابل او الماتا ترمنځ مستقيمې الوتنې ګټورې وبللې زیاته یې کړه، چې په فرهنګي برخه کې له افغان دولت سره دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
هغه د سیمې په کچه د سترو پروژو د پیل غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د سیمه ییزو پروژو پلي کول د سیمې د ثبات لپاره مهم دي.
د سرپرست دولت سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستيال سفر او د افغان-قزاقستان د نندارتون پرانيستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او تعامل د پياوړتيا غوره بېلګه وبلله ويې ويل: افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان سره د اړیکو پراختیا او د متقابلو اړیکو زیاتولو ته لېواله دی.
عبدالکبیر څرګنده کړه: د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې ونډه واخلي.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه: اسلامي امارت غواړي چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه اقتصادي او سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي، وپېژني او ګټه ترې واخلي.
مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه وايي، اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړې، نشه یي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت یې ټینګ کړی دی.
عبدالکبیر په سیمه کې امنیت او ثبات د ټولو په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې د ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو لپاره لازمه ده چې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
د ایرنا د راپور له مخې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له یوه سیاسي او سوداګریز پلاوي سره د افغانستان د سرپرست دولت له چارواکو سره د خبرو او د افغان-قزاقستان په نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
د پیغام پای/
Your Comment