کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبې د ثور ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې د صنعت او سوداګرس د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د ترکمنستان د ولسمشر د مرستیال چکیف ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ستراتېژیک موقعیت په پام کې نیولو سره، د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په موخه د افغانستان پر صادراتي توکو د ترجیحي تعرفو د لګولو، د افغانستان د مرمر، چونې ډبرې، سمنټو او نورو کاني صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه په دې کتنه کې نورالدین عزیزي د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي، د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان تر منځ د درې اړخیز ترانزیتي تړون، په تورغونډۍ کې د لوی ګډ لوژستیکي مرکز د جوړېدو، د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د پراختیا او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو او تېلو د لېږد د اسانتیا غوښتنه وکړه.
د افغانستان د صادراتي او ترانزیتي مالونو د قرنطین د ستونزې حل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لازیاتو بانکي اړیکو پراختیا او رامنځته کول، په ترکمنستان کې د دغه هېواد د سوداګریزو او ترانزیتي مالونو د ټرانزیټ او ترانسپورټ لګښتونو د اسانتیا او کمولو او د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې ترسره کول هغه نور مسایل وو چې عزیزي پرې ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment