AP ۱۴۰۳ غویی ۸ ۱۰:۰۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85457946
T T
۰ Persons
هلمند ولایت کې ۵۰۰ بې سرپرسته ماشومانو ته معیاري ښارګوټی جوړېږي

کابل- ایرنا- هلمند کې د سرپرست دولت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې به د کابو ۵۰۰ بې سرپرسته ماشومانو لپاره معیاري ښارګوټی جوړ شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بې سرپرست ماشومانو لپاره دغه معیاري ښارګوټی د قطر د شاهلي کورنۍ د خیریه بنسټ په لګښت په ۲۷۲ جرېبه ځمکه کې جوړېږي.

د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپریست مولوي خیرالله خیرخوا د دغه ښارګوټي د جوېدړېدو په پرانستونکو مراسمو کې و ویل، چې پر قطر سربېره د ځینو نورو هېوادونو خیریه بنسټونه هم غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.

په راپور کې راغلي، دغه ښارګوټی به په کورنو سربېره، ښوونځی، مدرسه، وړکتون، روغتون، جومات او د ساتېری پارک هم ولري، چې تخنیکي چارې یې د ښار او کور جوړولو وزارت له خوا مخ ته وړل کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .