AP ۱۴۰۳ غویی ۶ ۱۲:۱۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85456547
T T
۰ Persons
د امریکا په پوهنتونو کې د فلسطین د ملاتړو لاریونو پر نتانیاهو لړزه راوستې

کابل- ایرنا- د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر د امریکا په پوهنتونو کې د فلسطین د ملاتړو لاریونونه وېروونکي بللي او د دغه لاریونونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د اسرائیلو جعلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تېره ورځ د غوايي ۵ مه د اسرائیلو پر ضد د امریکايي پوهنتونو د محصلینو د لاریونونو په اړه ویلي: هغه څه چې د امریکا په پوهنتونو کې کېږي وېررونکي دي.

نتانیاهو امریکايي محصلینو ته په توهین سره څرګنده کړې: یهود ځپوونکي لنډه غر د امریکا د پوهنتونو مخې نیولې دي.

نوموړي ادعا وکړه چې هغوی د اسرائیلو د نابودۍ غوښتونکي دي، هغو پر یهودي محصلینو بریدونه کوي، هغوی په یهودي استادانو او کارکوونکو بریدونه کوي او دا یو بې رحمانه امر دی، چې باید ودرول شي.

نتانیاهو د امریکا د پوهنتونونو پر مشرانو د نیوکې پر مهال وویل: دې موضوع ته د څو پوهنتونونو مشرانو غبرګون د شرم وړ و او باید نور اقدامات هم وشي.

د ایرنا د خبر له مخې په غزه کې د اسرائیلو د جنګ د ختمولو او دغه رژیم ته د وسلو د نه لیږلو لپاره د امریکا په پوهنتونونو کې لاریونونه د پولیسو له ځپنې سره سره دوام لری او د کولمبیا پوهنتون چې له غزې سره د پیوستون غورځنګ مرکز دی په وروستیو ورځو کې له محصلانو وغوښتل چې دغه اقدام پای ته ورسوي او هغوی ته یې وروستۍ نیټه 48 ساعته ورکړې ده.

په ورته وخت د امریکا په پوهنتونونو کې د غزې د خلکو په ملاتړ او د اسرائیلو د جګړې د پای ته رسېدو او د محصلینو د نیول کېدو په اعتراض کې په ټول هیواد کې په سیمه ایز وخت د چهارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه لاریونونه له پامه غورځولې او د اسرائیلو، اوکرایین او تایوان سره د 95 ملیارد ډالرو مرستې قانون تصویب کړ چې له دې جملې څخه ۲۶ ملیارد ډالر د اسراییلو د نظامي او امنیتي ملاتړ لپاره دي.

د امریکا په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون چې په دې ورځو کې د بایډن د ادارې د اسرایلو د ملاتړ له امله د محصلینو د اعتراضونو مرکز دی، د سلو نه د زیاتو محصلینو له نیول کېدو وروسته د لاریونونو د پای ته رسولو لپاره ۴۸ ساعته مهلت ټاکلی دی.

د کولمبیا پوهنتون په غزه کې د اسرایلو د جګړې پر ضد د اعتراض د محصلینو لپاره دوه ځله مهلت وغزاوه، پوهنتون له محصلینو غوښتي، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې خپلې خیمې راټولې کړي.

د فلسطین پلوه لاریون کوونکو  د امریکا پوهنتونونه نیولي دي خو د کولمبیا پوهنتون له غزې سره د پیوستون د دغه غورځنګ مرکز و.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هم ګڼ شمېر محصلين نيول شوي او لاريونونه روان دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .