کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان مقتي نن چهارشنبه د ثور په ۵مه د مالیزیا د لومړي وزیر د مرسیتالې په مشرۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو سره وکتل.
مقتي، د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ ديپلوماتيکې، مذهبي، فرهنګي او اقتصادي اړيکې د پراختیا په حال کې وبللې او د تاريخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د ماليزيا د نيکمرغۍ او بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانيانو سره د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه شتون لري، افغانستان په سیاست او اقتصاد کې متوازن او د اقتصاد پر بنسټ بهرنی سیاست تعقیبوي.
متقي په دې خبرې سره چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې د پراخېدو په حال کې دي، زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ټینګې کړې او افغانستان د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو سره هم د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.
ده وويل: د افغانستان دولت د ماليزيا له حکومت څخه غواړي چې په ماليزيا کې د مېشتو ٣٠٠٠ افغانانو لپاره د روغتيايي او زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.
د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیالې آغلې دوکتور شاه زیلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د مالیزیا سوداګریز پلاوی به ژر افغانستان ته سفر وکړي.
هغې زیاته کړه، مالیزیا هوډ لري چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لنډ مهالي روزنیز پروګرامونه، د ملکي خدمتونو د افغان کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا پروګرامونه تنظیم کړي او د دغو پروګرامونو د مسلکي مقرراتو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment