AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۱۸:۱۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85455537
T T
۰ Persons
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالیزیا ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالیزیا هېواد له استازو وغوښتل تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

  کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۴ مه د مالیزیا د بهرنیو چارو، د مېرمن ډاکتر شاهزلینا په مشرۍ دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د مالیزیا د لومړي وزیر د دفتر له استازو سره د یاد وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړ ولورو، د دوه اړخیزه سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزه اړیکو د ټینګښت لپاره د سوداګریز اتصال د کنفرانس پر جوړېدو د افغانستان او مالیزیا د تجارت پر بلانس، د افغانستان د غالیو، پنبې، کاني ډبرو او نورو توکو په اړه د بازار موندنې په اړه خبرې اترې وکړې.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ د مالیزیا له پانګوالو هم وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې د مالیزیا پلاوی له دې مخکې د افغانستان د سرپرست دولت له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .