کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د کوکنارو د لمنځه وړولو کمپاین په لړ کې د نشه يی توکو سره د مبارزې پولیسو په څو ځانګړو عملیاتو کې ۲۴۴ جرېبه ځمکه د بغلان ولایت په تالا برفک، مرکزي بغلان، دوشي او پلحصار ولسوالیو، له ۲۰۰ جرېبه زیاته ځمکه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ، ۲۰ جرېبه لغمان ولایت، ۲۰ جرېبه کندوز ولایت، ۷.۷ جرېبه تخار ولایت، ۲.۸۶ جرېبه پروان ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
د قانع په وینا په مجموغ کې ۵۳۶.۳ جرېبه ځمکه، په بغلان، بدخشان، لغمان، کندوز، تخار او پروان ولایتونو کې د کوکنارو له بوټو پاکه کړای شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې په هرات او نیمروز ولایاتونو کې هم یو اندازه ځکمه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment