AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۹:۵۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85455054
T T
۰ Persons
د سویلي افریقا سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پراختیا ته هیله مندي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصاد وزارت د سویلي افریقا سره د اقتصادي او پانګونې اړیکو پراختیا ته هیله مندي ښودلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د سویلي افریقا د اسلامي علماوو او پانګوالو له یوه پلاوي سره د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست افغانستان ته د جنوبي افریقا د پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا لامل وباله.

حنیف زیاته کړه: نن افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی چې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې پرېکړې یې د ملي ګټو پر بنسټ کېږي او موږ د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو چې په هغه کې اقتصادي او سیاسي ګټې وي. 

د اقتصاد وزارت د سرپرست په وینا، د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي لید د تولید، ټرانزیټ او په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو خصوصي ګډو پانګونو پیاوړتیا او هڅول دي، څو د دغه هېواد له نوي اقتصاد سره مرسته وشي.

ده همداراز وویل: موږ باور لرو چې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او پانګونې همکارۍ د ثبات او اقتصادي پرمختګ ضمانت کولای شي.

د سویلي افریقا د پلاوي په استازیتوب مفتي ابراهیم سمید په اقتصادي برخه کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې او د اقتصاد وزارت په مشرۍ یې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا ډاډ څرګند کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .