AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۹:۵۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85455049
T T
۰ Persons
کورنیو چارو وزارت د درې ټنه جامدو او ۲۲ لېټره مایع نشه يي توکو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت کابل کې د درې ټنه جامدو او ۲۲ لېټره مایع نشه يي توکو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت د نشه يی توکو سره د مبارزې معینیت د پولیسو عمومي رییس احمدالله احمدي تېره شپه ناوخته ویلي: درې ټنه جامد او له ۲۲ لېټره زیات مایع نشه يي توکو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې و سوځول شول.

احمدي زياته كړه: په هېواد كې د اسلامي امارت له بيا رامنځته كېدو وروسته د كابل په ګډون د مركزي زون له ولايتونو څخه دغه اندازه نشه يي توكي راټول شوي او په دې تړاو ۹ زره كسان نيول شوي دي.

ده څرګنده کړه: د دغه هيئت په شتون کې ٣٧٩ کيلوګرامه ترياک وسوځول شول او ٦٣٥ کيلوګرامه هيروين به ډير ژر له منځه يوړل شي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: سره له دې چې ځینو ادارو له نشه يي توکو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې، خو له بده مرغه چې کومه همکاري نه ده شوې او د افغانستان اسلامي امارت د ځینو کانونو بودجه د نشه یي توکو د روږدو کسانو په درملنه مصرف کړه او د دې ناوړه پدیدې سره د جدي مبارزې وشي.

د ایرنا د راپور له مخې امریکایانو په خپل شل کلن اشغال سره افغانستان د نشه توکو موادو په ستر تولیدونکی هیواد بدل کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .