AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۴:۱۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85454529
T T
۰ Persons
په تېر یو نیم کال کې ۲.۵ میلیونه جریبه غصب ځمکه بېرته راګرځول شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عدلیې وزارت د تېر یو نیم کال په موده کې د ۲.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولتد عدلیې وزارت چارواکو نن سه شنبه د غوايي ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمیسیون د دارالانشا د سکرتر مولوي احسان الله وثیق له قوله په یوه روزنیز سیمینار کې دغه څرګندونې وکړې.

د دغه کمېسیون ولایتي تخنیکي کمېټه وايي: د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې په ټول هېواد کې له ۲.۵ میلیونه جریبه ډېره غصب شوې او یا هم د غصب له ګواښ سره مخ ځمکه تثبیت او بېرته راګرځول شوې ده.

مولوي احسان الله وثیق زیاته کړه: له څو کلونو راهیسې د غاصبینو له منګولو څخه د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول خورا لوی کار دی او کمېسیون او تخنیکي بورډ دا کار کړی دی.

هغه څرګنده کړه: په ټول افغانستان کې خلک د محمد داوود خان (پخواني ولسمشر) کارونه یادوي، چې د کاډسټریال او د ځمکو د ثبت په شمول یې کارونه ترسره کړي دي. هغه زياته کړه، د دغه کمېسيون تخنيکي کمېټو د هغه وخت په پرتله ډېر کارونه کړي دي، ځکه د ځمکې پاکول اسانه کار نه دی او دا کار به په تاریخ کې پاتې شي.

د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون منشي وويل: دغه کمېسيون د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه څه د پاسه دوه نيم ميليونه جريبه غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه بېرته ترلاسه کړې او د ځمکو په بانک کې يې ثبت کړې ده.

هغه وويل: سره له دې چې د تخنيکي بورډونو ډېرې شته اداري ستونزې هوارې شوې، خو ځينې وړې ستونزې پاتې دي او کمېسيون هڅه کوي چې ډېر ژر يې حل کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .