AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۴:۱۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85454007
T T
۰ Persons
بهر مېشتي افغانان د په بشپړ ډاډ سره هېواد ته راستانه شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، بهر مېشتي افغانان د په بشپړ ډاډ سره هېواد ته راستانه شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې له یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو سره د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې راغلو افغانانو په هېواد کې له سرتاسري امنیت، اوسني ملي حاکمیت څخه خوښي وښوده او د فساد له منځه وړلو، نشه يي توکو سره د مبارزې او ملي پروزو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د اسلامي امارت لاس ته راوڼې او هڅې وستایلې.

دوی په بهر کې د افغانانو د تخنیکي، علمي او فرهنګي ظرفیتونو د جلب او جذب لپاره د لا زیاتو فرصتونو او اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتونکي شول زیاته یې کړه: زیاتره افغان علمي، فرهنګي شخصیتونه او پانګوال چې په بهر کې دي د پانګونې لپاره د مناسبې زمینې او نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو لېوالتیا لري. 

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل: الحمدلله د اسلامي امارت په تاسیس سره په ټول هیواد کې امنیت تامین شوی، متحد حکومت رامنځ ته شوی، اداري فساد خپل ټیټې کچې ته رسېدلی، د نشه یي توکو کښت او قاچاق تولید له منځه تللی او د هیواد په ټولو برخو کې خلک خوندي او سوله ایز ژوند لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څرګنده کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، په بهر کې مېشت افغانان کولای شي په خوندي توګه خپل وطن ته ستانه شي او د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې برخه واخلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .