AP ۱۴۰۳ غویی ۲ ۱۶:۴۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85452040
T T
۰ Persons
ايټالوي سيلانيانو د غور ولايت له جاذبو ليدنه وکړه

کابل- ایرنا- یوولس تنه ایټالوي سیلانیانو د تاریخي او ښکليو ځایونو او په ځانګړې توګه د جام د لرغونې منار د لیدو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو نن یکشنبې د غوايي  ٢مه وويل چې په هېواد کې د امنيت په ټينګښت سره دغه ولايت ته د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د ورتګ شمېر زيات شوى دى.

د دوى په وينا، په دې وروستيو کې يوولس تنه ايټالوي سيلانيان د تاريخي او ښکليو ځايونو او په تېره بيا د جام د لرغونې منار د ليدنې په موخه دغه ولايت ته سفر کړى دى.

د ایرنا د خبر له مخې د جام غور منار چې ۶۵ متره لوړوالی لري، څه باندې ۸۰۰ کاله لرغونتوب لري، دا خټین منار د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی او د غور په شهرک ولسوالۍ کې له فیروزکوه ښار څخه په اویا کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځانته را اړولی دی. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .