AP ۱۴۰۳ غویی ۲ ۱۶:۴۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85452037
T T
۰ Persons
هېواد کې مو د خواړو خوندیتوب لپاره پراخه جوړښت رامنځته کړی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د خوړو او درملو ملي ادارې رییس وايي، هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولاتو تر څنګ دا ځل د خوړو د خوندیتوب لپاره هم لوی جوړښت رامنځ ته شوی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د خوړو او درملو ملي ادارې رییس نن یکشنبې د غوايي ۲ مه د سرپل ولایت د خوړو او درملو د خپلواک آمریت د پرانستې په مراسمو کې و ویل: په اوس مهال کې د خوړو او درملو یو لویه اداره لرو په داسې حال کې چې په تېر کې دغه ادارې یوه ودانۍ هم نه درلوده او یوازې نوم یې خواړه او درمل وو او د خوړو برخه ېې سل په سله غیر فعاله وه.

عمر زیاته کړه، چې اوس مهال د درملو او روغتیايي محصولاتو تر څنګ د خوړو د خوندیتوب لپاره هم یو لوی جوړښت په هېواد کې شتون لري.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مشر د خوراکي توکو د خوندیتوب مسئله یوه مهمه مسئله وبلله زیاته یې کړه: دا سکتور په افغانستان کې په پراخه کچه فعال دی، په داسې حال کې چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو لکه چین، امریکا او نورو هېوادونو خلک په دې برخه کې کار کوي او نن ورځ اړین خوراکي خوندیتوب نه لري.

نوموړي په دې مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د دغه رياست تر چتر لاندې به د هېواد په ولايتونو او ولسواليو کې بېلابېل رياستونه د خوراکي توکو خونديتوب رامنځته کړي.

د سرپرست دولت د خوړو او درملو ملي ادارې رييس و ویل، په تېرو دريو کلونو کې د خلکو او مرسته کوونکو هېوادونو په همکارۍ توانېدلي، چې د افغانستان د درملو او خوراکي توکو قانون په سمه توګه تنظيم کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .