کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغان چارواکو سره د خپلو لیدونو په لړ کې د افغانستان د سرپرست دولت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي سره لیدنه کې د منکراتو د منځه وړلو برخه کې د دغه وزارت د هڅو ستاینه کړې ده.
په دې کتنه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پلاوي په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د رسنیو تبلیغات ناسم او بې اساسه وبلل.
پلاوي زیاته کړه: د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره په مثبتو اړیکو باور لري او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
په دې ناسته کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي وویل، اسلامي امارت په دریو کلونو کې د زرګونو ښځو میراثي حقونه بیرته واخیستل او هغوی ته یې تسلیم کړل او د بدو بدل کې د ښځو ورکولو ناسم دود یې په بشپړه توګه له منځه یوړ.
حنفي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ښځو مشروع حقونو ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment