کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې شپه د غوايي اوله پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان د مرستیال طارق بخیت سره د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې چې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو، د ښځو چارو او ټولنیزو چارو وزارتونو مسوولینو هم په کې ګډون درلود، دواړو لورو د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، د اسلامي همکاریو سازمان په غونډو کې د افغانستان په استازیتوب، د اسلامي همکاریو سازمان، د افغانستان په اړه د پریکړه لیکونه او په تېرو غونډو کې تصویب شوي پریکړو په اړه خبرې اترې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د وینو تویولو د پای ته رسېدو، د امنیت د تامین، د داعش ډلې د له منځه وړلو، د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ او نورو برخو کې د ښځو د فعال رول او په دې تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې، د ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین په موخه د امارت اسلامي د دوامداره مرستو لړۍ د کونډو، یتیمانو او نورو اړمنو کسانو سره د مرستو په اړه معلومات ورکړل او دا یې د دولت لاس ته راوڼې وبللې.
مقتي وويل، اسلامي امارت د فلسطين د مسئلې په ګډون د اسلامي نړۍ په ټولو مسايلو کې له دغه سازمان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
طارق علي بخت هم وویل چې له افغانستان سره نننۍ ناسته د اسلامي امارت په اړه د یاد سازمان د مثبتو تعامل یوه برخه ده.
نوموړي د امنیت، نشه یي توکو او فساد سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د افغانستان اسلامي امارت او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ یې پر مستقیم تعامل او تفاهم ټینګار وکړ.
د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري حقونو د ځانګړي کمېسیون مشرې مېرمن نورا هم د ثبات، سولې او حکومتدارۍ په برخه کې د سرپرست دولت له لاسته راوړنو او د رامنځته شویو فرصتونو مننه وکړه.
ورپسې د اسلامي همکاريو سازمان د کورنيو او فرهنګي چارو عمومي رييسې ډاکترې امينې په بېلابېلو څانګو کې تر کار لاندې د بېلابېلو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ويل چې د افغانستان له لومړيتوبونو سره سم هر ډول مرستې ته چمتو دي.
د ملګروملتو د سازمان رييس ډاکتر افنان هم په دې کتنه کې وويل: د دوى ليد د بهرنيو رسنيو له وړاندې شوي انځور سره توپير لري او د پوهنې، روغتيا او سوداګرۍ په برخو کې د دولت له خوا له برابرو شويو فرصتونو څخه يې خوښي څرګنده کړه.
د پیغام پای/
Your Comment