AP ۱۴۰۳ غویی ۱ ۲۰:۲۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85450971
T T
۰ Persons
سرپل ولایت کې ۳۰۰ جرېبه دولتي ځمکه تثبیت شوې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عدلیې وزارت په سرپل ولایت کې له ۳۰۰ جرېبه زیاتې دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عدلیې وزارت مسوولینو نن شنبې د غوايي اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېسیون تخنیکي پلاوی د غصب شویو دولتي ځمکو د تثبیت او څېړنې په خاطر د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالس ته سفر کړی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغه سفر په ترڅ کې تخنیکي ټیم د سوزمه قلعه ولسوالۍ په «سپندسای» سیمه کې د کډوالو د کمپ لپاره ۳۱۶.۶ جریبه دولتي ځمکه جوړه کړه او دوسیه به یې د وروستۍ پریکړې لپاره مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن شتون په موده کې زورواکو او غیر مسوولو وسله والو په زرګونو جریبه دولتي ځمکې غصب کړې دي او د افغانستان د سرپرست دولت له رامنځته کېدو سره د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر په شدت سره روان دی. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .