AP ۱۴۰۳ غویی ۱ ۲۰:۲۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85450958
T T
۰ Persons
په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ جریبه ځمکې د کوکنارو د پاکولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت چارواکو په هېواد کې د کوکنارو د پاکولو د بهیر د چټکتیا په اړه راپور خپور کړ.

د دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ویلي: د بدخشان ولایت په درایم او کشم ولسوالیو کې ۲۰۰ جریبه، په لغمان ولایت کې ۲۶ جریبه او یوه اندازه په نیمروز، بلخ، تخار او هرات ولایتونو کې ۲۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له شتون څخه پاکه شوې ده. 

دغه وزارت زیاته کړې، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د نشه يي توکو یو شمېر پلورونکي نیول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، امنيتي ځواکونو په کاپيسا کې ۸، په تخار کې ۳، په بغلان کې۲ او يو بل په نيمروز ولايت کې د نشه يي توکو د پلور په تور له اتو بوريو سره نيولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .