کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د عراق اسلامي مقاومت نن شنبې د غوايي اوله په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د دوی مجاهدینو په غزه کې د اشغالګر رژیم د جنایتونو پر ضد او د دغه تراډې د خلکو د ملاتړ او په حشد الشعبي اډه د برید په غبرګون کې په نیواکي ایالت کې پر یوه مهم هدف د بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.
یو ساعت مخکې د عراق د کاتب سید الشهداء مقاومتی غورځنګ عمومی منشی ابوآلاء الولائی د عراق د بابل ولایت په شمال کې په یوه پوځی اډه کې د چاودنې په غبرګون کې ګواښ وکړ چې د دغه حملې ځواب به ورکړي.
د عراق د ولسي تحرک سازمان (الحشد الشعبي) نن سهار په یوه بیان کې د بابل ولایت په شمال کې د کلسو په پوځي اډه کې د چاودنې پخلی کړی دی.
د عراق د خلکو یووالي په خبر پاڼه کې راغلي دي: د بابل ولایت په شمال کې د المشروع په سیمه کې د کالسو په پوځی اډه کې د حشد الشعبی د ځواکونو په مرکز چاودنه وشوه.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ځاى ته د څېړنې ټيم رسېدلى او د چاودنې د مالي زیانونو په اړه به د لومړنيو څيړنو له بشپړيدو وروسته جزیات په ډاګه شي.
په دې لړ کې په بغداد کې د المیادین د دفتر مدیر خبر ورکړ چې دغو وحشیانه حملو د کالسو د اډې مرکزي دروازه، د ګاډو یو ګراج او د ولسي مبارزو ځواکونو دوه دفترونه په نښه کړل او بریدونه ډېر قوي وو.
د پیغام پای/
Your Comment