کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب پرېکړه لیک تېره ورځ رایې اچونې ته وړاندې شوی و، چې ۱۲ مثبتې، دوه سپینې رایې یې تر لاسه کړې خو امریکا هغه ویټو کړ.
په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب پریکړه لیک ویټو کولو لپاره د امریکا اقدام د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شو.
یو شمېر هېوادونو د امریکا دغه اقدام وحشتناک او نورو یې غیر عادلانه بللی دی.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د امریکا دغه اقدام غیر عادلانه، غیر اخلاقي او غیر عادلانه بللی او هغه یې غندلی دی. خو د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر له امریکا مننه وکړه چې دغه مسوده یې ویټو کړه.
پر فلسطین سربېره ۲۲ نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم د امریکا دغه اقدام «بدبختانه، وحشتناک او غیر عادلانه» بللی دی.
ایران، چین، روسیه، سعودي عربستان، پاکستان، مالیزیا، اندونیزیا، متحده عربي امارات، قطر، مصر، د اسلامي کنفرانس سازمان، ایرلنډ، کویټ، مالتا، مکسیکو، سیرالیون، ناروې، اردن، مالدیپ، وینزویلا او کیوبا د هغو هېوادونو له ډلې دي، چې تر اوسه یې پر دې موضوع غبرګون ښودلی او د امریکا دغه اقدام یې غندلی دی.
د پیغام پیای/
Your Comment