AP ۱۴۰۳ وری ۳۰ ۱۵:۱۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85449111
T T
۰ Persons
له ۵۵۰ څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه په زور ایستل شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزات له پاکستان څخه په زور د ۵۵۰ څخه زیات افغان کډوالو د ایستل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، ۱۰۵ افغان کورنۍ چې ټول ۵۵۵ تنه کېږي تېره ورځ په زور د پاکستان څخه ایستل شوي، چې د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.

د چارواکو په وینا دغه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه او د نورو مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته و وپېژندل شول.

د ایرنا خبر له مخې د پاکستان دولت څو ورځې وړاندې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ پیل کړې ده.

دغه هېواد په لومړي پړاو کې له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال چې کلونه کلونه یې په دغه هېواد کې تېر او پانګونې یې کړې وې په زور وایستل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .