AP ۱۴۰۳ وری ۳۰ ۱۱:۲۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85448767
T T
۰ Persons
د خلکو ستونزو ته له توپیر او تبعیض پرته رسېده کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي نظام د ټولو افغانانو اړوند دی او ټول هېوادوال کولی شي له توپیر او تبعیض پرته خپلې ستونزې او وړاندیزو له اړونده مسوولینو سره شریک کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د وري ۳۰ مه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو د تېر په څېر د اسلامي څخه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ ویې ویل خوښی دي، چې د اسلامي نظام په بریا سره په دغه ولایت کې د داعش فتنه پای ته ورسېده او بیا د هغوی د پیدا کېدو وېره له منځه تللې ده.

 دغه راز په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلو ملکیتونو او څرځایونو د ځانګړي کولو غوښتنه وکړه او خپل وړاندیزونه یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزار له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزار سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير له اسلامي امارت سره په تېرو او اوسنيو وختونو کې د ننګرهار د خلکو د همکاريو قدرداني وکړه ويې ويل: له مجاهدينو سره د خلکو ملاتړ او همکاري د اسلامي امارت د برياليتوب او یو ځل بیا امارت او په هیواد کې د اسلامي نظام د تاسیس سبب شوه.

د دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي نظام د ټولو افغانانو ملکیت دی او ټول هېوادوال کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې له کوم توپیر پرته له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

د دې غونډې په پای کې مولوي عبدالکبیر د هسکې مینې علماء کرامو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د دوی وړاندیزونه به په پام کې نیسي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .