AP ۱۴۰۳ وری ۳۰ ۱۱:۲۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85448732
T T
۰ Persons
له سرپل ولایت څخه د کورنیو ګرځندویانو لیدل زیات شوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپل ولایت څخه د داخلي ګرځندویانو د لیدو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له سرپل ولایت څخه د داخلي ګرځندویانو لیدنه زیاته شوې ده.

خبرپاڼه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له قوله ویل شوي: ډاډمن امنیت، شین طبعیت او په دغه ولایت کې طبعي جاذبې د دې لامل شوې چې ګرځندویان زیات شي.

د هغه په وينا، هره ورځ سلګونه کورني سيلانيان د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه کوي او هڅه کېږي چې د سيلانيانو لپاره اسانتياوې او سهولتونه برابر کړي.

چارواکي وايي، د دوبي د موسم په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د ګرځندویانو کچه لوړه شوې او زرګونه هېوادوال د هېواد د ټولو ولایتونو له طبیعي ځایونو او منظرو څخه لیدنه کوي.

د ایرنا د خبر له مخې افغانستان چې د زرګونو کلن تاریخ په لرلو سره په زړه کې ډېر تاریخي ځایونه او طبیعي ښکلاګانې لري چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی او هر کال په زرګونو کورني او بهرني سیلانیان د دغه هیواد د لیدو کتو ته ورځي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .