AP ۱۴۰۳ وری ۲۹ ۱۵:۳۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85448175
T T
۰ Persons
د دښمن هر تېری به له پښېمانېدونکي ځواب سره مخ شي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د وسله وال پوځ مشر خبرداری ورکړی چې د هر هغه تېری چې د ایران پر ګټو وشي له کلک او پښېمانېدونکي ځواب سره به مخ شي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د وسله وال پوځ مشر ستر جنرال عبدالرحیم موسوي نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه ویلي: موږ د احتمالي شرارتونو پر وړاندې د چمتوالي په حال کې یو او هغه څه مو چې نن د هېواد په ګوټ ګوټ کې نندارې ته وړاندې کړل زموږ د ځواک یوه وړه برخه وه او تجهزات چې په چمتوالي کې دي، په پوځي پرېټ کې نه وو.

موسوي زياته کړه: هغه څه چې نن مو وليدل د هېواد او ملت له ايډيالونو څخه د دفاع لپاره د وسله والو ځواکونو د ځواک يوه برخه وه.

هغه د ایران د وسله والو ځواکونو د چمتووالي په هکله وویل: د ایران وسله وال ځواکونه د دښمنانو په وړاندې چې د دغه هېواد له پوځي چارې څخه ډېر وخت تېر شوی دی، د خپل ماموریت د تر سره کولو لپاره په دوامداره توګه چمتو دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دې ته په اشارې سره چې په دې ورځو کې زموږ ټول ځواکونه په دفاعي خندق کې د مقابلې لپاره چمتو دي او موږ د خپل ماموریت په ښه توګه ترسره کولو ته بشپړ چمتووالی لرو.

جنرال موسوي وويل: هغو کسانو چې د پوځي انتخاب په اړه يې څو څو ځلې خبرې کولې، اوس يې دا خبرې د اوږدې مودې لپاره پرېښي او نه یې کوي، دا ټول د ایران د ستر ملت ځواک او د وسله والو ځواکونو وړتیا څرګندوي چې د هېواد د ایډیالونو او دفاع لپاره ولاړ دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .