که مو ستراتېژیکه تېروتنه وکړه په سوخو ۲۴ الوتکو به ځواب درکړو

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې که چېرې بیا کومه ستراتېژیکه تېروتنه وکړي، نو په سوخو ۲۴ الوتکو به ځواب تر لاسه کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د هوايي ځواک عمومي قوماندان ستر جنرال پیلوټ حمید واحدي نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه د دې هېواد نظامي پرېټ په څنده کې د ایران د سوخو ۲۴ الوتکو د چمتوالي په اړه و ویل: هوايي ځواک د دفاع وزارت، ملي اردو او لوی درستیز په همکارۍ تر پخوا زیات چمتو دی.

د ایران د هوایی ځواک دغه چارواکی وویل: نن سبا د سوخو-۲۴ الوتکې په ډګر کې له پخوا څخه زیات چمتووالی لري او نه یوازې د سوخو-۲۴، بلکې د نورو الوتونکو په ډګر کې هم سل په سلو کې چمتو یو او لکه څنګه چې د پوځ قوماندان اعلان وکړ، که دښمن وغواړي چې ستراتېژیکه غلطي وکړي، داسې ضربه به وخوري چې تاوان جبران یې ونه شي کولی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د هوایي ځواک قوماندان په دې اړه چې آیا د سوخو ۲۴ ډوله الوتکو لپاره ممکنه ده چې د دښمن په ځواب کې برخه واخلي؟ هغه وویل: موږ د الوتنې په ټولو برخو کې، هغه که هوایی پوښښ یا بمبارۍ کې، سل په سلو کې چمتو یو او د لوی درستیز قوماندې ته چمتو یو چې خپل اهداف په نښه کړو، په ځانګړې توګه د سوخو ۲۴ او له دې ځایه زه مشوره ورکوم، چې د ایران دښمنان دې ستراتېژیکه تېروتنه ونه کړي.

امیر واحدي وویل: هغه ځواب چې سپاه پاسداران دوی ته ورکړ یو ټکان او سزا وه او زه دوی ته مشوره درکوم چې داسې څه ونه کړي چې د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا د لوی برید لامل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .