کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سه شنبې د وري ۲۸ مه ویلي: «وعده صادق» ارزښتمن او پېچلي نظامي اقدام په لوېدیځه آسیا کې د قدرت د موازینې د نوی تعریف وړاندې کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز ستر جنرال سید عبدالرحیم موسوي ته په یوه پیغام کې لیکلي، چې دی او د بهرنۍ تګلارې ادارې د ظفرمند د سمې او اغېزمنې طرحې او تطبیق له امله چې د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو له خوا د وعده صادق عملیات په سیمه کې د صهیونیستي رژيم ناوړه اقداماتو او په دمشق کې د ایران سفارت په قونسلګرۍ کې د سپاه پاسداران د یوې ډلې د قومندانانو د شهادت په ځواب کې تر سره شوي دي ستایي.
عبداللهیان لیکلي: بې له شکه د دغه ارزښتناک او پېچلي پوځي اقدام پلي کول، چې د مشروع دفاع د معلومو اصولو پر بنسټ او د منل شویو نړیوالو قوانینو او مقرراتو سره سم ترسره شوي، په لوېدیځه آسیا کې د قدرت د انډول لپاره نوی تعریف وړاندې کوي. د لويديځې اسيا په سيمه کې يې يو ځل بيا د وسله والو ځواکونو دفاعي ځواک، د اسلام او ګران ايران د قسم خوړلو دښمنانو په وړاندې وښود.
د پیغام پای/
Your Comment