کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ یو ایرانی اقتصادي فعال چې له کلونو راهیسې افغانستان کې په کار و بار بوخت دی افغانستان له خپل تازه سفر څخه وروسته د هغه څه کسیه کوي، چې ایران پر اسرائیلو راکیټي برید کړی دی.
یاسیني په دغه خاطره کې لیکلي دي: کلونه کېږي په هغه فعالیت سره چې لرم یې افغانستان ته مې ډېر سفرونه کړي دي په دې ګرمه او مېلمه پاله خاوره کې مې بلا ملګري او همکاران پیدا کړي دي.
د افغانانو مینه، دوستي، محبت او مېلمه پالنه نور راته په یوه عادت ګرځېدلي دي او ورسره روږدی شوی یم، خو ننني سفر مې بل ډول بوی او رنګ درلود.
الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې راښکته شوه، وروسته له هغې څو تنه افغانان ښکته شول، زما وار و چې له الوتکې ووځم. داسې ښکاري چې یو اتل افغانستان ته داخل شوی وي.
د کابل په هوايي ډګر کې ټولو حاضرو کسانو چې ما او زما له ملګرو سره وکتل نو په غېږ کې یې ښکل کړو او د صهيونېست رژيم د ځپلو له امله يې ايران ته مبارکي وويله.
کله چې زه د پاسپورټ د کنټرول تالار ته ننوتم او د امارت افسر زما پاسپورټ ترلاسه کولو سره سم پورته شو او پوه شو چې زه ایرانی یم، هغه ودرېد او په لوړ غږ یې وویل: «افغانستان ته ښه راغلاست! او دا مسله د ټکسيانو په کتارونو او کوڅه او بازار کې روانه وه.
د دې حالت تشریح په دې جملو کې بسنه نه کوي، خو زما لپاره چې له ډېرو کلونو راهیسې افغانستان ته راغلی یم، یوه نوې فضا ده او د غرور احساس د بیان وړ نه دی.
د ایرنا د خبر له مخې په اسرائیلو باندې د ایران اسلامی جمهوریت د انقلابي ګارډ د توغندويي او بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته، افغانانو په خوښۍ سره په ټولنیزو رسنیو کې د ایران اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د انځورونو او د دغه هیواد بیرغ له ځانه سره تازه کړ. ژوندی دې وي ایران او ژوندی دې وي اسلام، اکبر الله، اسلامي ایران په میدان کې بریالۍ دی او... شعارونه ورکړل.
د پیغام پای/
Your Comment