کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د «عالي دي افغاني دي» درې ورځنی نندارتون چې د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندنې، د ملي صنعت د ودې، د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو په اړه د خلکو د پوهاوي په موخه د دغه وزارت د استازي په حضور کې په پروان ولایت کې جوړی شوی وو پای ته ورسیده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ او صنایعو خونو عمومي رئیس محمد زبیر دین پرور د دغه نندارتون د جوړېدو موخه هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو معرفي کول وګڼل ویې ویل: صنعت د نظام ریښه ده او د ودې او پرمختګ لپاره یې ښې معیاري هڅې شوې دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د کاپيسا د بستان نندارتون شرکت لخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د «عالي دي افغاني دي» نندارتون د درې ورځو لپاره په پروان کې جوړ شو، چې د افغانستان د بېلابېلو سکتورونو تولیدات او محصولات په کې له ۱۰۰ په زیاتو غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.
د پیغام پای/
Your Comment