AP ۱۴۰۳ وری ۲۹ ۱۰:۱۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85447413
T T
۰ Persons
د نور او بریا تلوېزیونونو خپرونې وځنډول شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند د نور او بریا تلوېزیونونو د خپرولو د ځندولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران سه شنبې د وري ۲۸ مه ویلي: د دغه وزارت د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په هېواد کې د نور او بریا تلویزیون خپرونې وځنډولې.

د غفران په وینا، د رسنیو د سړغونې کمېسیون د دغه تلوېزیونونو خپرونې د دغه کمېسیون سپارښتنو ته د نه پاملرنې او دغه راز د خبریالۍ اصولو په پام کې نه نیولو له امله ځنډولې دي.

ده څرګنده کړه: د همدې اصولو په رڼا کې پرېکړه وشوه چې دغه رسنۍ دې محکمې ته وړاندې شي او د محکمې تر پرېکړې پورې دې خپل فعاليتونه ودروي، دا د کمیسیون پریکړه وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند وويل: د دغو رسنيو د جواز خاوندانو په مکرر ډول د رژيم پر خلاف تبليغات کول.

د ایرنا د راپور له مخې د «نور» تلویزیون جواز اخیستونکی صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او د «بریا» تلویزیون د جواز خاوند ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اسلامي ګوند مشر دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .