AP ۱۴۰۳ وری ۲۹ ۱۰:۱۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85447407
T T
۰ Persons
وروستیو ورښتونو ۱۲۰۰ کورنیو ته زیان رسولی دی

کبل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، وروستیو ورښتونو په افغانستان کې ۱۲۰۰ کورنیو ته زیان رسولی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې له ۱۲۰۰ زیاتو کورنیو ته زیان رسولی دی.

د دغه بنسټو مسوولینو څرګنده کړې، چې په دغه طبعي پېښو کې ۳۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۴۴ تنه ټپیان شوي، کابو ۱۰۰۰ کورنۍ او له ۶۳ زره جرېبه زیاته ځمکه ویجاړه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي: اوچا او همکاران یې د قربانیانو او اړوندو اړتیاوو ارزونه کوي او مرستې چمتو کوي.

د ایرنا د خبر له مخې د پیښو سره د مقابلې په چارو کې د دولت چارواکو تېره ورځ اعلان وکړ چې د سېلاب ځپلو لپاره به دایمي کورونه جوړ کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .