کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېر کال په میوند تدریسي روغتون کې له ۳۰۰ زره زیاتو ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د میوند تدریسي روغتون لخوا چمتو شوي روغتیايي خدمات کې لابراتواري خدمات، الټراساؤنډ (ECHO)، د زړه ګراف (ECG)، آډیو میټري، ډیجیټل ایکسرې، ساده ایکسرې او واکسین شامل دي، د دغو خدمتونو تر څنګ په دغه روغتون کې د شپږو زرو نورو ناروغانو عملیات هم شوي دي.
مسوولينو زياته کړه: د ميوند تدریسي روغتون په تېرو دوو کلونو کې په زياتو اسانتياوو سمبال شوى چې د ناروغانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يې د پام وړ پرمختګ کړى دى.
د ایرنا د راپور له مخې، د میوند تدریسي روغتون په ۱۳۱۶ کال کې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پیغام پای/
Your Comment