کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د شعیه علماوو شورا بیانیه د ایران له خوا پر اسرائیلو د برید په اړه څه داسې ده:
بسم الله الرحمن الرحیم
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ
د منځني ختیځ بحران نن ټوله نړۍ اندېښمنه او بوخته کړې ده، د انسانیت او د نړۍ د آزادو خلکو وجدانونه یې سخت زیانمن کړي دي او اندیښنې یې دومره جدي کړې دي چې ځینې یې د دې بحران په سیوري کې د دریمې نړوالې جګړې د رامنځ ته کېدو اټکل کوي.
په دې کې شک نشته چې د دې کړکېچ اصل د بالفور اعلامیه او د غربي نړۍ د ناروا ګټو د خوندي کولو او د اسلامي نړۍ په زړه کې د یهودي نژادي تسلط د بنسټ د برابرولو لپاره د اسرائیلو د سرطاني تومور رامنځته کول دي.
د غاصب اسراييلي رژيم له خوا د ملګرو ملتونو د پريکړه ليکونو نه منل او د لوېديځ له خوا د خپلو شومو او استبدادونو بې بنسټه ملاتړ د پورتنيو ناوړه موخو ريښې دي او د اسرائيلي رژيم له خوا د ملګرو ملتونو د پريکړه ليکونو (عمومي اسمبلۍ او امنيت شورا) نافرماني ١٣١ ته رسيږي. تر دې دمه په پریکړه لیکونو کې د فلسطین د خپلواکۍ مسلې شاملې دي چې د فلسطین د ځمکو له غصب څخه ډډه کول او د بشري حقونو څخه سرغړونه او محاصره کول شامل دي.
د اسرایلو له خوا تر سره شوي وحشتونه د نړۍ په تاریخ کې بې سارې دي، په تېره بیا په تېرو شپږو میاشتو کې د حماس له خوا د «الاقصی د طوفان» له منظم حرکت وروسته، صهیونیست رژیم په عملي توګه او د ځینو ازادو هېوادونو او ولسونو د مشرانو د شهادتونو په اساس، د غزې د خلکو نسل وژنه وکړه، خپل ملاتړي یې و شرمول، د نورو شیانو تر څنګ امریکا له اسرائیلي رژیم څخه وغوښتل چې نور جنګي جنایتونه ونه کړي.
د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم وحشتونه دې حد ته ورسېدل چې په سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک مرکز باندې برید د ډیپلوماټیکو حقوقو په خلاف ورزۍ او د هېوادونو له ملي حاکمیت څخه په سرغړونې سره چې د یوې خپلواکې خاورې په خلاف حمله ګڼل کیږي وکړ.
له بلې خوا د ځینو ځواکمنو هېوادونو په نفوذ سره چې د اسرائیلو ملاتړ کوي، د ملګرو ملتو د امنیت شورا په دې قضیه کې د اسرایلو له خوا د نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړونې په وړاندې قاطع دریځ نه شی نیولی، د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱ مادې په اساس د «قانوني ځان د دفاع حق» په یوه پریکړه کونکي او قوي اقدام کې، اسراییلو ته اړین ځواب ورکړ.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا په دمشق کې د ایران پر ډیپلوماټیک مرکز د اسرائیلو د برید په غبرګون کې د ایران اسلامي جمهوریت دغه اقدام د دغه هېواد مشروع حق او په منځني ختیځ کې د لا بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره یو ګام او د اسرائیلو او ملاتړو لپاره یو درس ګڼي.
بې له شکه د صهيونېست رژيم د جارحانه بریدونو په وړاندې د ايران ځواب د ايران فوق العاده پوځي طاقت او د اسرائيلي رژيم د دفاع د مختلفو طبقو د لرلو دعوه په دروغو ثابته کړه او د مظلومو او تهديدو ملتونو لپاره د هيلې سرچينه وګرځېده او په غزه کې د نورې نسل وژنې د مخنیوي لپاره یو ګام دی.
له همدې امله د افغانستان د شیعه علماوو شورا له ټولو ښکېلو اړخونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه کوي چې د کړکېچ د پراخېدو، د غزې د مظلومو او بې دفاع خلکو د قتل عام او د تاوتریخوالي د لړۍ د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
السلام علیکم
د افغانستان د شیعه علماوو شورا
کابل، ۰۱/۲۸/۱۴۰۳
د پیغام پای/
Your Comment