پوتین: د تیري کونکي په سزا کې مو په درایت کار کړی / رئیسی: که لج وکړي تر دې به سخت ګوزار وخوري

کابل- ایرنا- د روسیې ولسمشر په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په ځواب کې د ایران برید د تېري کوونکو لپاره پوهولو تر ټولو غوره لا او دا یې د ایران د مشرتابه عقلانیت او درایت بللی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي سه شنبې د وري ۲۸ مه له غرمې وروسته له ولادیمیر پوتین سره په ټلېفوني اړیکه په سوریه کې د ایران د قونسلګرۍ پرضد د صهیونیسټ رژیم د تېریو په غبرګون کې د ایران اسلامی جمهوریت د مشروع دفاع په لاره کې د روسیې د حکومت د اصولي او رغنده دریځ د قدرونې په ترڅ کې وویل: دغه ترهګریز عمل د ویانا د کنوانسیون له مادې ښکاره سرغړونه ده او د نړیوالې سولې لپاره جدي ګواښ دی.

د ایران ولسمشر څرګنده کړه: په سوریه کې د ایران په قونسلګرۍ د صهیونیست رژیم له تېریو سره په مقابله کې د امریکا او د ځینو لوېدیځو هېوادونو ویجاړونکی رول او د ملګرو ملتو او امنیت شورا په شمول د نړیوالو بنسټونو بې کفایتي د ایران اسلامي جمهوریت دې ته اړ کړي چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ د هغو مرکزونو پر ضد عملیات طرحه او عملي کړي چې د خپل مشروع دفاع لپاره یې زموږ پر ضد عملیات کړي دي.

آیت الله رئیسي په دې خبرې سره چې د «وعده صادق» عملیات د تیري کوونکو د سزا ورکولو په هدف سره په بریالیتوب ترسره شول ټینګار وکړ: موږ په کلکه اعلان کوو چې د ایران د ګټو خلاف هر اقدام ته به د پخوا په پرتله ډېر سخت، پراخ او دردونکی ځواب ورکړو.

هغه د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو د دسیسو په شنډولو کې د روسیې د حکومت د ډیپلوماټیکو هلو ځلو د قدرونې په ترڅ کې وویل: هغو هېوادونو ته چې د صهیونیست رژیم له جنایتونو سره په مقابله کې دوه ګونی چلند لري، اندیښمن دی، په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدا په باره کې موږ د سیمې د ثبات او امنیت د تامینولو لپاره د صهیونیستانو له نسل وژنې او د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې له جنایتونو څخه د ملاتړ کولو وړاندیز کوو.

پوتین: د ایران ځواب د تېري کوونکي د مجازاتو غوره لاره او د ایران د مشرانو د عقلانیت او داریت بېلګه وبلله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ایران اسلامي جمهوریت د ثونسلګرۍ په ضد د صهیونیستي رژیم د ترهګر اقدام په غندلو سره دغه عمل د ټولو نړیوالو معیارونو او مقرراتو خلاف وباله ویې ویل: هغه څه چې د ایران اسلامی جمهوریت یې لری، د دغه جنایتکارانه عمل په ځواب او د امنیت د شورا د بې کفایتۍ په سیوری کې ترسره شو، دا د تیریګرو د مجازات لپاره ترټولو غوره لاره او د ایران د مشرانو د هوښیارتیا او عقلانیت څرګندوي.

د روسیې ولسمشر په سیمه کې د کړکېچ په رامنځته کولو کې د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو په چلند باندې سخته نیوکه وکړه زیاته یې کړه: موږ باوری یو چې د ایران اسلامی جمهوریت په سیمه کې د ثبات او امنیت یو له مهمو بنسټونو څخه دی.

په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ایران او روسیې ولسمشرانو د سوداګرۍ، امنیت، انرژۍ، ترانسپورت، ساینس او ټکنالوژۍ په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د وروستي دریځ په هکله د کتنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دغه تړونونو او تفاهمونو او د همکارۍ پراختیا د عملي کولو د چټکتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .