کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره د لبنان حزب الله سه شنبې د وري ۲۸ مه اعلان کړی دی، چې د بې پیلوټه ځانمرګو الوتکو پر مټ یې د صهیونیستي رژیم راکیټي دفاعي سیستم په بیت هلیل سیمه کې ویشتلی چې یو شمېر صهیونیستانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
المیادین شبکې هم د لبنان د حزب الله له قوله ویلي چې دغو بې پیلوټه الوتکو د اوسپنې د گنبد د توغندیو ضد سیستم په نښه کولو او هلته د میشتو ځواکونو د مرګ او ژوبلې سبب ګرځېدلی.
له دې مخکې هم د دغې شبکې خبریال په لوېدیځه الجلیل سیمه کې د اشغالګرو په یوه هدف د حزب الله مجاهدینو د مستقیم برید خبر ورکړی و.
صهیونیستي رسنیو ومنله چې له دغه برید وروسته له لبنان سره په پوله په ادمیت، حانیتا، یعرا، متسوفا او شلومي سیمو کې د خطر زنګونه واورېدل شول.
د صهیونیست رژیم د ټلویزیون ۱۲ چینل هم اعلان وکړ چې د دغو دوو بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته نیواکګر پوځ د لبنان په خاوره حملې پیل کړې دي.
صهیونیست رژیم د دغه مقاومتي عملیاتو په غبرګون کې د لبنان په جنوب کې د «عین بال» په ښارګوټی کې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یو موټر ویشتلی.
الجزیرې چینل د لبنان د طبي سرچینو په حواله اعلان وکړ چې د صهیونیست رژیم د دغه برید په نتیجه کې یو تن شهید او څو نور ژوبل شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین د مقاومت ډلې د لبنان د حزب الله له خوا د «الاقصی طوفان» د عملیاتو په پیلولو سره، د فلسطین په شمال کې د صهیونیستي پوځیانو د زیاتې برخې د نیولو او په غزه کې په مقاومت باندې د فشار د کمولو لپاره، د فلسطین په خاوره کې د صهیونیست رژیم د هدفونو پرضد ورځنی او درانه عملیات ترسره کړل.
د پیغام پای/
Your Comment