AP ۱۴۰۳ وری ۲۸ ۱۷:۳۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85446825
T T
۰ Persons
سېلاب ځپلو ته د استوګنې دایمي کورونه جوړېږي

کابل- ایرنا- پېښو ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان د سرپرست دولت وزارت سېلاب ځپلو کورنیو ته د ملګرو ملتونو تر لومړنیو مرستو وروسته د هغوی لپاره دایمي استوګنځي جوړېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ پېښو ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان د سرپرست دولت وزارت نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د دغه وزارت د عمومي مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن زاهد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د دفتر د استازو په ګډون بېړنۍ غونډه وشوه.

دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو په مرسته به د سېلاب ځپلو خلکو لپاره دایمي استوګنځایونه جوړ کړي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت سرپرست وویل: وروستیو سېلابونو د هېواد په څه باندې ۲۳ ولایتونو کې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي، له همدې امله د زیاتو انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره بشري مرستو ته اړتیا ده.

نوموړي د طبيعي پېښو لکه سېلابونو د خطرونو د کچې د يادونې په ترڅ کې وويل: د بشري مرستو د دوام او د مرستو د رسولو د بهير د چټکتيا او د مرستو د ښه مديريت او د مرستو په رسولو کې د شفافيت رامنځته کولو ته اړتيا ده.

د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي محمد عبدالله جان عرف ملا جانان سائق وویل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې پېښو کې ۶۶ تنه شهیدان، ۳۶ تنه ټپیان او شاوخوا ۶۰۰ څاروي له منځه تللي او دغه راز په تېرو څو ورځو کې ۱۲۳۵ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د اوچا دفتر استازي او د نورو مرستندويه ادارو مسوولينو د روغتيايي، نغدو پيسو، خوراکي توکو مرستې، د څښاک د اوبو او موقتي سرپناه د برابرولو په برخه کې د خپلو چمتووالي ډاډ ورکړ ويې ويل چې د ستونزو د هواري لپاره به هلې ځلې کوي او د وروستیو سېلابونو قربانیانو ته په ځانګړې توګه لومړیتوب ورکول کیږي.

ورپسې د IOM, UNCHR, WFP, DRC, ACTID او د ماشومانو د ملاتړ ادارو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د خوراکي، غیر خوراکي، روغتیايي او نغدي مرستو د وېش په برخه کې یې خپله ژمنه څرګنده کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .