کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن سه شنبې د وري ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د واک موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي مرسته د بېوزله کورنیو د اقتصادي کچې د لوړولو او پر ځان بسیاینې په موخه ۶۵ کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه وویشل شول.
د ایرنا د خبر له مخې د ختیځو او لوېدیځو قدرتونو له خوا د افغانستان پر خلکو د څلور لسیزې جګړې تپل او جهاد د دغه هېواد د خلکو د بې وزلۍ او سختیو سبب شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment